dfasdfadsf

نه ورکوي

تاند- د امریکا منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ او ټیم یې د پاکستان د حکومت ځانګړي استازي ته د کتنې وخت نه ورکوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې د پدغه هیواد د صدراعظم خاص سلاکار طارق فاطمي له څه باندې یوې اوونۍ راهیسي امریکا ته تللی چې د دغه هیواد له منتخب ولسمشر او د نوموړي له کاري ټیم سره وویني خو لا هم بریالی شوی نه دی چې له ټرمپ یا د ده د ټیم له غړیو سره وویني.

ډان ورځپاڼه وايي چې د امریکا منتخب ولسمشر او ټیم یې قصداً نه غواړي چې د پاکستان د حکومت له استازي سره وویني.

دا په داسي حال کې ده چې ټرمپ څه موده پخوا د پاکستان صدراعظم او هیواد یې په ښو ټکو یاد کړی و.

نوازشریف غواړي چې چې د پاکستان په اړه د امریکا په پالیسۍ کې تغییر راشي او ښاغلی فاطمي یې هم د همدې لپاره دغه هیواد ته استولی دی.

ټرمپ او ټیم یې د پاکستان د حکومت استازي ته د ملاقات وخت نه ورکوي

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو د پالیسۍ مرستیال